اَلْمُرْسَلات ۳۵

هَذَا يَوْمُ لَا يَنْطِقُونَ

دا ورځ ده چه نه به شی کولی دوی خبری -

دا هم تخویف اخروی دی په ذکرد مختلف قسم هیبتونو د قیامت سره (لَا يَنْطِقُونَ) طاقت د نطق کولو به نه لری (سوال) په نورو ایاتونو کښی یختصمون، یتکلمون، یتساء لون، تجادل عن نفسها، دا تعبیرات دلالت کوی چه دوی به خبری کولی شی؟ (جواب ۱) دادی چه ورځ دقیامت اوږده ورځ ده مشتمل ده په مختلفو حالاتو باندی په بعضی حالاتو کښی به خبری کولی شی دروغ بهانی او انکار د شرک او کفرنه او اتباع او متبوعین به دیوبل سره جگړی کوی خوبل حالت ورباندی د داسی هیبت راځی چه هیڅ خبره به نشی کولی (جواب ۲) دادی چه دلته مراد نفی د نطق مقَیَّد ده یعنی خبری به نشی کولی په حجت او دلیل فائده مند سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل