إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ
یقیناً دا اور ویشتل کوی په بسرو چه په شان دبنگلو دی -
(كَالْقَصْرِ) په شان لوی بنگلی یا لرگی پری کړی شوی یا ویخونه د غټو اونو او غرونه دا لفظ په دی ټولو معانو سره راځی دا تشبیه په غټ والی کښی ده او بله تشبیه په رنگ کښی ذکرکوی په دی قول سره (كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ) جمالة په یو قرائت کښی په وزن د فعالات سره دی او دا جمع الجمع ده - اوښانو او غټی رسئ د کشتئ ته وئیلی کیږی - صُفْرٌ: زیړی یا توری ځکه عرب کله صفرة په معنیٰ د سواد (توره) سره استعمالوی یا خالی دمهارو نه -