اَلْمُرْسَلات ۳۰

انْطَلِقُوا إِلَى ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ

لاړ شی سوری ته چه دری څانگو والا دی -

دا تفصیل د مخکښی اجمال دی (ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ) مرا د ظل نه سوری د لوگی (لوخړی) د جهنم دی لکه سورة واقعه (۴۳) کښی ذکردی اوهرکله چه لوگی په زور سره راوځی نو هغه تقسیم شی دری حصوته اشاره ده چه دا لوگی به ډیر په زور سره راوځی (وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ) اغنا په معنیٰ دد فع کولو سره دی - اشاره ده چه دا ظل خلاف دی د ظل د مؤمنانونه ځکه هغه خو ظل ظلیل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل