وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا
او جوړ کړی دی مونږ په دی (ځمکه) کښی غرونه دنگ او څښولی دی مونږپه تاسو باندی اوبه خوږی -
دا بل دلیل عقلی افاقی وسطی دی -
فائده: په دی دری دلیلونو (خلق دانسان او خلق دځمکی او خلق دغرونو) کښی مناسبت دی، هغه دادی چه د نطفی نه د انسان پیدائش دی او د ځمکی نه د بوټو پیدائش دی او غرونونه د اونو بوټو، معدنیاتو او اوبو پیدائش دی نوهغه اللّه تعالٰی چه په دی دری قسمونو پيدائش باندی قدرت لری نو ضروری خبره ده چه هغه په بعث بعدالموت باندی قدرت لری -