أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا
آیا نه ده گرځولی مونږه ځمکه را غونډؤنکی -
په دی کښی دوهم دلیل عقلی سفلی افاقی دی (كِفَاتًا) دا اسم جنس دی یعنی د هرجمع کوؤنکی دپاره لوخی وی یا بل څیز (أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا) را جمع کوی ژوندی په شا باندی په دی سره آباد دی، کروندی کوی، گرځی نوری فائدی ترینه اخلی او جمع کوی مړو لره په دفن کیدلو او دا دلیل دی چه د مړو دفن کول ضروری دی او قرطبی وئیلی دی چه دارنگ خپل ویخته او نوکونه پری کړی شوی په ځمکه کښی دفن کول په کار دی -