اَلْمُرْسَلات ۲۰

أَلَمْ نَخْلُقْكُمْ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ

آیا مونږ نه ئی پیدا کړی تاسو د اوبو سپکونه -

دا دلیل نقلی نفسی دی د اول پیدائش د انسان د اثبات د بعث بعدالموت دپاره (مَاءٍ مَهِينٍ) دا نطفه ده چه کمزوری اوبه دی او سپکی دی یعنی نفرت ترینه کیدی شی برابره خبره ده که پاکه وی اوکه پلیته وی ددی نه د پلیت والی د منی استدلال نشی کیدلی - او مراد د مآءٍ نه جنس اوبه دی یعنی اوبه د سړی او دزنانه ځکه چه نصوصو سره ثابت دی چه خلق دبچی د دواړو اوبونه شوی دی - (قَرَارٍ مَكِينٍ) مراد ددی نه رحِم د مور دی چه سره د ثقل د حمل نه په رحم کښی محفوظ وی (إِلَى قَدَرٍ مَعْلُومٍ) مراد ترینه وخت د ولادت دی چه شپږ میاشتی یا نهه میاشتی دی بناپه اکثرعادت اگرچه کله کله ددی نه زیات شی - (مَعْلُومٍ) یعنی په اعتبار د عرف او عادت د نساؤ سره معلوم دی (فَقَدَرْنَا) بعضی اهل لغتو فرق کړی په مینځ د تخفیف او تشدید کښی یعنی مخفف دقدرت نه دی نو دا تاکید د ماقبل دی یعنی خلق دانسان په دغه طریقه ذکرشوی سره خاص قدرت د اللّه تعالٰی دی بل هیڅ څوک داسی قدرت د خلق نه لری - اوبعضی اهل لغتو د مخفف او مشدد یوه معنیٰ کړی ده یعنی تقدیرکول، نو اللّه تعالٰی اندازه او تقرر کړی دی د وخت د ولادت او د احوالو ددی بچی او دهغه د سعادت یاد شقاوت نو قادرون په معنیٰ د مقدّرن سره دی نوپه دی معنیٰ سره اشاره ده مسئلی د تقدیرته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل