أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ
آیا نه دی هلاک کړی مونږ مخکنی خلق -
د اتخویف دنیوی دی مکذبینو ته ( الْأَوَّلِينَ) لکه قوم د نوح علیه السلام او عادیان، ثمودیان، قوم دصالح علیه السلام قوم د لوط علیه السلام اصحاب مدین قوم تبّع، قوم فرعون چه دا په قرآن کښی ذکردی - (الْآخِرِينَ) ددی نه مراد مشرکین مکه او دروستو زمانی منکرین دی ځکه چه دوی ټول په تکذیب کښی شریک دی نوپه جزاء کښی به هم شریک وی -