إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ
یقیناً هغه چه وعده کیدی شی تاسو سره خامخا واقع کیدونکی دی -
دا جواب قسم دی (تُوعَدُونَ) مراد ددی نه ټول هغه احوال دی چه قرآن اوسنت کښی د قیامت په باره کښی دهغی وعده کړی شوی ده نفخ فی الصور، بعث دبدنونو، جمع کول دټول مخلوق، تقسیم د عملنامو، حساب کول هرچا لره جزا ورکول دخیراو شر، وزن داعمالو، احوال دجهنم، احوال دجنت وغیره دا ټول مراد دی -