اَلْمُرْسَلات ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا

قسم دی په هغه هواگانو چه چلولی شی نرمی (پرله پسی) -

سورة المرسلات

اوددی بل نوم سورة العرف دی -
ربط: ددی سورة د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی - اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی زجروؤ په منکرینوباندی لږلږ نو په دی سورة کښی زجرئی په لفظ‌ د وَیل سره لس کرته ذکرکړی دی - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی اثبات دبعث بعدالموت وؤ په یو دلیل سره نوپه دی سورة کښی د هغی اثبات ذکرکوی په شواهدو او ډیرو عقلی دلیلونو سره -

دعویٰ د سورة:

اثبات د ورځ دجزا دی په شواهدو او دلیلونو سره او دعویٰ په (۷) کښی ده په دی سورة کښی اسماء حسنیٰ نیشته لیکن صفات فعلیه د اللّه تعالٰی یوولس ذکر دی -

خلاصه د سورة داده:

اولاً پنځه شواهد دی د پاره ددعوی د سورة تر (۷) پوری بیا څلور احوال د وخت د فنا عالم دی تر (۱۱) پوری بیا تخویف اخروی په ذکر د یوم الفصل او دهغی هیبتونه تر (۱۵) پوری بیا ذکردتخویف دنیوی دی تر (۱۹) پوری - بیائی ذکرکړی دی دری دلیلونه عقلیه سره دزجر نه منکرینوته تر (۲۸) پوری بیا تخویف اخروی دی په ذکر دلس حالاتو د اور او د ورځ دفصل تر (۴۰) پوری بیا بشارت دی متقینوته په ذکر د اوو حالاتو تر (۴۴) پوری اوپه آخرکښی دری زواجر دی اول زجر دتنعم ددنیا سره د جرمونونه په (۴۶) کښی دوهم زجر په اعراض کولو سره د عمل دتوحید نه په (۴۸) کښی دریم زجر په اعراض کولو سره دقرآن نه په (۵۰) کښی -

تفسیر

د اکثر مفسیرینو قول دادی چه مراد ددی او مابعد نه هواگانی دی - بل قول دا چه مراد ددی نه ملائک دی بل قول داچه رسولان علیهم السلام مراد دی او موصوف محذوف دی یعنی والنفوس المرسلات - اوبل احتمال دادی چه مراد ددی نه آیاتونه او سورتونه دقرآن دی (وَالْمُرْسَلَاتِ) دا صفت په ماقبل څلورو څیزونو کښی شته دی یعنی رالیږلی شوی دی د طرف د اللّه تعالٰی نه (عُرْفًا) دا په معنیٰ د معروف سره دی یعنی اوامر او نواهی د اللّه تعالٰی یا په معنیٰ د متتابع (پرله پسی) دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل