وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
او نه شئ غوختی تاسو څه څیز مگرچه اوغواړی اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی دی پوهه حکمتونو والا -
(فَمَنْ شَاءَ او وَمَا تَشَاءُونَ) دلیل دی چه د انسان مشیت هم شته دی مجبور محض نه دی او (إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ) اشاره ده چه انسان سره قدرت مستقله په خپل کارونو کښی نیشته دی نو په دی کښی رد دی په جبریة او قدریة دواړو ډلوباندی -