اَلدَّهْر ۲۸

نَحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَشَدَدْنَا أَسْرَهُمْ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِيلًا

مونږ پیدا کړی دی دوی او کلک کړی دی مونږ بندونه ددوی او هرکله چه اوغواړو مونږ نو بدل به راولو ددوی په شان بدل راؤړل -

دا دلیل دی په اثبات دقیامت په شان دابتداء‌ دسورة او زجرهم دی دنیا پرستو خلقوته (أَسْرَهُمْ) داد اسار نه ماخوذ دی هغه مُزی ته وئیلی شی چه په هغی سره د اوښ پالان تړلی شی - اسیر(قیدی) هم ددی نه اخستلی شوی دی - او (أَسْرَ) نه مراد اندامونه او پيوندونه د یوبل سره یوځای کول او په پَلوسره تړل - (أَمْثَالَهُمْ) یعنی دوی به هلاک کړو او ددوی په ځای به نور انسانان پیدا کړو چه هغوی به تابعداری کوؤنکی وی - یا داچه ددوی شکلونه به مسخ کړی شی ناکاره شکلونو ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل