وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا
او څښولی به شی په دوی باندی په هغی کښی ډکی پیالئ چه وی به گډون ده هغی زنجبیل (ادرک) -
مخکښی د طعام لوخی ذکرشول اوس د څښلو نعمت ذکرکوی (زَنْجَبِيلًا) په اصل ادرک (سونډ) ته وئیلی کیږی اودا په طبیعت کښی گرم دی لکه چه کافور طبعاً یخ دی یعنی لکه چه په دنیا کښی په مشروباتو کښی کله کله کافوراو زنجبیل استعمالیږی نو په جنت کښی به هم داسی وی اگرچه کافور او زنجبیل چینی دی په جنت کښی اوبی شماره فائدی او ډیر لذتونه په کښی دی (سَلْسَبِيلًا) هغه مشروب چه په مرئ کښی په آسانه سره تیریږی دوجی د ښائسته خوند دهغی نه او د ډیر لذت نه او دپوره صفایئی د هغی نه -