اَلدَّهْر ۷

يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا

پوره کولی دوی منختی او ویره ئی کوله د هغه ورځ نه چه دی سختئ دهغه خوری وری -

په دی کښی د ابرارو دوه صفتونه ذکرکوی (يُوفُونَ) ددی نه مخکښی کانوا پټ دی (بِالنَّذْرِ) نذر شرعی دی ته وئیلی شی چه مکلف شخص په ځان باندی د طاعاتو د اللّه تعالٰی دپاره داسی څیز لازم کړی که ده نه وی لازم کړی نوپه ده باندی نه واجبیدلو او نذر غیرشرعی هغه دی چه دغیراللّه دپاره وی یا نذر د گناه وی اوپه دی ایت کښی د نذر نه عامه معنیٰ مراد ده یعنی هرهغه څیز چه دهغی وفا په بنده باندی واجب وی عقود، عهود، مونځ، زکوٰة، صوم، حج، عمره وغیره (وَيَخَافُونَ يَوْمًا) په اول وصف کښی امتثال د اوامروته اشاره وه نو په دی وصف کښی اجتناب د منهیاتو مراد دی یعنی دقیامت د ویری د وجی نه ځان دگناهونو نه بچ ساتی (شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا) مراد شر نه هغه سختی ده چه په ورځ دقیامت کښی واقع کیږی آسمانونه چودل ستوری خړکیدل، ځمکه باندی زلزله راتلل، غرونه فنا کیدل وغیره (مُسْتَطِيرًا) اوږد او خور او عام دی ټول عالم ته وئیلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل