أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى
آیا نه دی دغه ذات قدرت لرونکی په دی چه ژوندی به کړی ټول مړی -
دا نتیجه د مخکښی دلیل ده (ذَلِكَ) ذات د اللّه تعالٰی چه موصوف دی په لویو صفاتو سره او په صفت دحالقیت سره اولاً (بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى) بلکه قدرت په دوباره ژوندی کولو باندی ئی مساوی دی د اول سره یا زیات آسان دی بنا په هغه دوه توجیهاتو باندی چه په سورة روم (۲۷) کښی ذکر دی - په حدیث د ابوداؤد او احمد او ابن جریر کښی وارد دی چه نبی ﷺ ددی په جواب کښی وئیل سبحانک فبلٰی او سبحانک وبلٰی او صرف بلٰی او بل حدیث د ابوداؤد کښی امردی په وئیلو د بلٰی سره نو دا وئیل ضروری دی که په مونځ کښی دننه وی او که بهر وی -