اَلْقِیامَة ۳۱

فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّى

نو تصدیق ئی نه دی کړی او نه ئی مونځ کړی دی -

دا زجردی هغه انسان ته چه دد سورت په (۳) کښی ذکروو په څلور امورو سره اول (فَلَا صَدَّقَ) یعنی تصدیق د رسول اللّٰه ﷺ ئی په هیڅ طریقه سره نه دی کړی او ددی تعمیم دپاره مفعول حذف کړی شوی دی او لا په فعل ماضی کښی په معنیٰ دلم سره راځی دوهم (وَلَا صَلَّى) مونځ د اللّه تعالٰی دپاره نه کوی یعنی توحید نه منی او دارنگ په لاصدق کښی نفی د ایمان ده او اوپه لاصلّٰی کښی نفی د عمل صالح ده - دریم (وَلَكِنْ كَذَّبَ) څلورم (وَتَوَلَّى) ددی فرق دادی، تکذیب دقیامت ئی اوکړو او اعراض ئی اوکړو دقرآن کریم نه دوهم فرق دادی چه تکذیب ئی په ژبه سره اوکړو اواعراض ئی په مخ او باقی بدن سره اوکړو حاصل داچه د څلورو اصولو د ایمان (توحید، رسالت، اخرة، قرآن) نه خالی دی دارنگ ظاهراً او باطناً کافردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل