اَلْقِیامَة ۲۷

وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ

او اوئیلی شی څوک دی دم اچوؤنکی -

(رَاقٍ) د رقیه نه ماخوذ دی رقیٰ یَرقِی، په معنیٰ ددم اچولو دی نو قِیلَ نه مراد دادی چه حاضرین به وخت د ځنکدن کښی دا ویناکوی چه څوک شته دم واچوی (په دی گمان چه دی بیمار دی) یا څوک شته چه سورة یٰس اولولی او تلقین اوکړی (په دی خیال چه دی مړکیږی) یا د رقیٰ نه ماخوذ دی رَقِیة یرقیٰ بره ختل یعنی ملائک به کورنئ کښی اووائی چه څوک به دده روح راخیژوی دبدن نه مستقر دارواحو ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل