وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ
او بعضی مخونه به په دغه ورځ بدرنگه وی -
دا تخویف اخروی دی (تَظُنُّ) ظن په معنیٰ دیقین سره دی لیکن هرکله چه په مخونو باندی اثراوشو ددی نه ورته دا معلومه شوه چه (أَنْ يُفْعَلَ بِهَا) اوپه علاماتو سره چه کوم څیز معلومیمږی نوپه هغی کښی ظن هم استعمالیږی (فَاقِرَةٌ) په اصل کښی دادی چه داغ اولگوی په پوزه د اوښ باندی په گرم سیخ سره تردی پوری چه هډوکی ته اورسی او دا ډیر ذلت لره مستلزم دی دارنگ فاقِرة د فقارالظهر نه ماخوذ دی یعنی د ملاهډوکی نو فاقرة هغه مصیبت دی چه دملا هډوکی مات کړی مرات ترینه لوی عذاب او هلاکت دی په سبب ددخول داور د جهنم سره د همیشوالی دپاره -