اَلْقِیامَة ۲۲

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاضِرَةٌ

بعضی مخونه به په دغه ورځ تازه وی -

دا بشارت د اهل آخرت دی (وُجُوهٌ) ئی ذکرکړو ځکه د نضارت اثر اول په مخ باندی ښکاره کیږی نو دا ذکر دجزءِ اشرف او مراد ترینه کل بدن دی (نَاضِرَةٌ) تازه او سپین او رنړا والا به وی په دلیل دسورة العمران (۱۰۶) او سورة عبس (۳۸) سره (إِلَى رَبِّهَا) دا تقدیم ددی دپاره دی چه ددوی لوی مقصد صرف دیدار د اللّه تعالٰی دی (نَاظِرَةٌ) د نظر نه دی اوهرکله چه د نظر په صله کښی إِلَى وی نو صرف په معنیٰ د کتلوسره وی د انتظار په معنیٰ نه دی او دا په ډیرو آیاتونو کښی دی لکه سورة توبه (۱۲۷) سورة یونس (۴۳) سورة عبس (۲۴) سورة احزاب (۱۹) دلته صله إِلَى دلیل دی چه دناظرة معنیٰ، دیدن کوؤنکی ده - نو دا صریح دلیل دی چه په جنت کښی به مؤمنان د اللّه تعالٰی دیدار کوی او دارنگ محدثینو د سورة تطفیف (۱۵) نه استدلال کړی دی - او ابن کثیر لیکلی دی چه دا مسئله په صحیح احادیثو کښی په متواتر طریقو سره ثابت ده چه د هغی جواب او انکار ممکن نه دی اوپه آخر دبحث کښی وئیلی دی چه په دی باندی اجماع د صحابه کرامو او تابعینو او سلف صالحینو او ائمو د اسلام ده - او ددی مسئلی نه معتزله او باضیو انکار کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل