اَلْقِیامَة ۲۰

كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ

چیری داسی نه ده بلکه مینه کوئ تاسو ددنیا سره -

په دی کښی زجردی په محبت ددنیا چه انسان لره د قرآن نه غافل کوی (الْعَاجِلَةَ) په دی تعبیرکښی اشاره ده چه دقرآن او ددین دکارونو سره عجلت مناسب نه دی ځکه چه عجلت ددنیا د محبت نښه ده - او دنیا ته عاجله ددی وجی نه وئیلی شی چه زرفنا کیږی یا عاجل ده په نسبت د آخرت سره چه هغه روستو دی (وَتَذَرُونَ) اشاره ده چه محبت ددنیا سبب دی دپاره د پریخودلو د آخرت ځکه چه شربینی لیکلی دی چه ددنیا او دآخرت مثال د دوه بنو (ښځو) دی د دواړو رضا گرانه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل