فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ
نوکله چه کِیری بِری شی سترگی -
دا تخویف دی په ذکر د هیبتونو دقیامت سره اودا جواب د أَيَّانَ دی په طریقه د تخویف سره (بَرِقَ) په معنیٰ د تخیَّر او د دهشت دی یا په معنیٰ د اوچت والی اوپه ځای باندی اودریدل د سترگو دی لکه سورة ابراهیم (۴۳) کښی او دا حالت په وخت دمرگ اوپه وخت دبعث په دواړو کښی دی (وَخَسَفَ الْقَمَرُ) دا خسوف د همیشه دپاره دی او خسوف دقمرپه دنیا کښی د یو وخت دپاره وی - (وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ) مراد دجمع نه ددواړو خسوف دی یعنی دواړه به یوشان بی رنړا شی - یا مراد دادی چه دمغرب دطرف نه به دواړه یوځای خړ ښکاره شی او دا قول د ابن عباس او ابن مسعود رضی اللّه عنهما نه روایت دی یاداچه په ورځ دقیامت به دواړه را جمع کړی شی اوپه اور د جهنم کښی به ئی واچوی دپاره د ملامته کولو دهغه چاچه ددوی عبادت ئی کوؤ دعذاب دپاره نه ئی نه اچوی -