أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ
آیا گمان کوی انسان چه چیری به جمع نه کړو مونږ هډوکی دده -
دا زجردی مشتمل دی په دعویٰ دسورة باندی (عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ) په دی کښی دوه قولونه دی اول دا چه لکه مونږ قدرت لرو دبندونو په فنا کولو او خاروی کولو نو دارنگ قدرت لرو ددی بندونو په دوباره جوړولو باندی اودا خو واړه هډوکی اوباریک جوړخ دی نو معلومه شوه چه د غټو هډوکو په جمع کولو خوضرور قدرت لرو دوهم قول دادی چه قدرت لرو چه گوتی د لاسونو او خپو ستاسو همواری کړو او د اوښ په شان یوه خپړه ترینه جوړه کړو اوبیابه ورباندی هیڅ کار نشئ کولی اودا په شان دسورة واقعه (۶۱) شو لیکن اول قول غوره دی -