بَلْ يُرِيدُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُؤْتَى صُحُفًا مُنَشَّرَةً
بلکه غواړی هرسړی ددوی نه چه ورکړی شی هغه ته پانړی خوری وری -
دا هم زجردی ددی په قول قبیحه باندی اوپه دی کښی ډیر احتمالات دی اول دا چه هریو شخص ته دی د قرآن په شان ښکاره کتاب ورکړی شی لکه په سورة انعام (۱۲۴) کښی دی - دوهم داچه هریو شخص ته دی د اللّه تعالٰی دطرف نه پیغام وی ددی نبی په صدق باندی - دریم داچه هریو شخص ته د اورنه برائت نامه اولیږلی شی - څلورم داچه هرشخص ته دی د گناهونو او دهغی دکفاری فهرستونه ورکړی شی اودا ټولی ددوی د عناد خبری دی - (فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ) یعنی دا قرآن دی لولی او ددی درس او تدریس دی کوی اوپه دی باندی دی عمل کوی په شآء لفظ کښی اشاره ده چه دقرآن نه د وعظ حاصلولو دپاره پوره اراده او توجه کول ضروری دی - او شربینی وئیلی دی چه ددی مثال د خوږ سمندر دی څوک چه غواړی نو چونگونه او لپی ترینه ډکوی نقصان په کښی نه راځی -