فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ
نوه څه وجه ده ددوی لره چه د نصیحت دقرآن نه مخ اړوی -
دا زجردی او سبب ذکرکوی دتیرشوی ذکرشوی وؤ جرمونو چه هغه اعراض دی د قرآن کریم نه (فَمَا لَهُمْ) استفهام د فائدی او د دلیل دی یعنی د اعراض دقرآن دپاره ددوی څه دلیل دی او څه فائده ده (قَسْوَرَةٍ) ددی دوه معنی مشهوری دی یو اسد (زمری) چه حماروحشی دهغه نه ډیر وریریږی، دوهم ویشتونکی (ښکارکوؤنکی) انسان - او قسورة مفرد او جمع دواړه استعمالیږی - او قَسْوَرَةٍ شور کولو ته هم وئیلی شی - اشاره ده چه قرآن بیانوؤنکی په شان د ازمری په شجاعت کښی او په شان د ښکار کوؤنکی دی په دعوت دخلقو کښی او دهغه نه اعراض کوؤنکی په شان د وحشی خرونو دی -