وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ
او وؤ مونږه چه مشغولیدلو په عبثو کښی سره د مشغولتیا کوؤنکونه -
(نَخُوضُ) خوض، باطل بحث کول او عمل کول دی یعنی هرباطل مجلس او باطل جماعت او گمراه خلقو سره مونږ ښه ملگرتیا کوله - دشرک او کفر مجلسونو کښی کیناستل او د فسق او فجور کارونو کښی شرکت کول لکه عرسونه میلادونه (دبدعاتوپه رنگ) سینما گانی وغیره دی ټولو ته دا لفظ شامل دی مفس الوسی ذکرکړی دی چه کومو جلسو اجتماعاتو مجلسونو کښی د صحابه کرامو عیبونه وئیلی کیږی هغه هم په دی کښی داخل دی -