قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ
دوی به اوائي نه وؤ مونږ دمونځ گذارونه -
په دی کښی اشاره ده چه ترک د صلوٰة سبب ددخول د سقردی اودا رنگ کافرانو ته به عذاب وی په ترک دفروعو سره سره دکفرنه - لفظ د مُصَلِّينَ، په صیغه د جمع سره اشاره ده چه صلوٰة ددوی د صحابو په شان نه وؤ او دارنگ دهغوی د جماعت نه ئی نفرت وؤ - او ترک د صلوٰة اشاره ده ترک دټولو عباداتو ته -