إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ
مگر ښی لاس والا -
دا استثناء متصل ده کل نفسٍ نه یعنی اصحاب الیمین د ایمان او عمل صالح په وجی سره حق ادا کړی دی نو ځان ئی خلاص کړو لکه چه مدیون دائن ته دین (قرض) ادا کړی نو خپله گانړه آزاده کړی - (سوال) په سورة مؤمنون (۱۰۱) کښی معلومیږی چه هیڅ څوک به تساؤل نشی کولی؟ (جواب) هغه حال په میدان حشر کښی دی مخکښی دفیصلی نه دی او دا حال په جنت کښی دننه دی (الْمُجْرِمِينَ) هغه کسان دی چه هغوی پټ کفراو شرک په خپلو عملونو سره ښکاره کړی دی ددی وجی نه روستوئی هغه اعمال ذکرکړی دی چه په هغی سره ددوی کفرښکاره شوی دی اگرچه هغه مطلقاً کفرنه دی -