لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ
نه پريږدی باقی ددوی نه هیڅ څوک اونه پریږدی د بدن نه څه څیز -
فرق ددواړو په څو وجوهوسره دی اوله وجه داچه باقی نه پریږدی هیڅ څیز (چه په کښی داخل شی) مگرهلاک به ئی کړی اوپه حالت دهلاکت به ئی هم نه پریږدی تردی چه دوباره چه جوړشی او داسی کاربه همیشه وی - دوهمه وجه دا چه نه پریږدی غوښه او نه پریږدی هډوکی ددوی - دریمه وجه داچه نه به پریږدی بغیر دعذاب نه اونه به ئی پریږدی په حالت دعذاب کښی -