اَلْمُدَّثِّر ۲۴

فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ

نو اوئیل ئی نه دی دا مگر جادو دی نقل کړی شوی -

په دی کښی تفصیل دقدّر دی چه دوه کرته ذکر وؤ (إِنْ هَذَا) په طریقه د حصر سره اوئیل یعنی چا وئیل چه دی مجنون دی چا وئیل چه دی شاعر دی اوقرآن شعردی چا وئیل چه دی کاهن دی نودی مکذب دهغی تردید اوکړو چه دا حکمتونه غلط‌ دی بلکه صرف سحردی چه په هغی سره اولاد د مور او پلارنه او رونړه د یوبل نه جدا کوی یعنی یو شخص ایمان راوړی نودهغه بل سره ئی دشمنی پیداشی - (يُؤْثَرُ) په دی کښی اشاره ده چه دا زوړ سحردی د مخکښی ساحرانو نه نقل کړی شوی دی یعنی مجرب دی - (إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ) (سوال)‌ په دواړو جملو کښی حصردی او حال دادی چه حصرپه یو کښی صحیح وی یابه سحروی یابه قول البشروی؟ (جواب: ۱) دا کلام د منکردی نو هغه منکرپه هغی کښی مضطرب دی لکه یو طعن کوی نو کله بل طعن کوی (جواب: ۲) اول حصرپه نسبت د کهانت او شعروؤ اودا حصر په نسبت د قول د اللّه تعالٰی سره دی یعنی دا د اللّه تعالٰی قول نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل