اَلْمُدَّثِّر ۲۱

ثُمَّ نَظَرَ

بیا ئی اوکتل -

په ثُمَّ نَظَرَ کښی اشاره ده چه په وخت دفکر کولو کښی ئی سترگی پټی کړی وی یا ئی لاندی نظر کوؤ نو روستود فکرنه ئی سترگی اوغړولی او خلقو ته ئی اوکتل (عَبَسَ) هرکله چه انسان په یوڅیز کښی فکرکوی اوپوره نتیجی ته اونه رسیږی نوزړه ئی تنگ او تندی ئی تریوشی د سترگو په مينځ کښی ئی په تندی باندی چونړونه پیدا شی دیته عبس وئیلی شی او عبس په اصل کښی هغه پچی او غوشیان وی چه په لکئ د څاروی پوری وچ شوی وی (وَبَسَرَ) د تندی د چونړ کولو نه روستو په مخ باندی د خفگان اثر راشی او مخ ئی خړشی او بدل شی دی ته بسور وئیلی کیږی (ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ) په دی ثم کښی اشاره ده چه دطعن کولو دپاره ورته هیڅ ثبوت ملاؤ نه شو او تنگ شو نوپه کار دا وه چه تصدیق ئی کړی وی لیکن دعناد وجی نه شا ئی اوگرځوله یعنی تکذیب ئی اوکړو اوداد جهل دوجی نه وؤ بلکه وَاسْتَكْبَرَ، د تکبر د وجی نه وؤ او استکبار سپک گنړل دحق دخبری او دحق پرست او دحق نه په ضد سره انکار کولوته وئیلی شی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل