اَلْمُدَّثِّر ۱۱

ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا

پریږده ما او هغه څوک چه پیدا کړی دی ما یواځی -

دا آیاتونه اگر چه په باره د ولید بن مغیره کښی نازل شوی دی لکه چه ابن جریر او ابن کثیر ذکر کړی دی لیکن اعتبار عموم ددی صفتونو ته دی یعنی دا راتلونکی ذکر کړی شوی نعمتونه چه په یو انسان باندی شوی وی اوپه دی صفتونو سره موصوف وی لیکن د اللّه تعالٰی دکتاب سره دشمنی او عناد کوی نو دا آیاتونه هرهغه شخص ته شامل دی (مَالًا مَمْدُودًا) مال په ډیر وسعت سره چه فائده ئی جاری وی اوهغه اوښان، اسونه، نورڅاروی، مریان، وینځی او باغونه او نقد مالونه دی ټولو ته شامل دی (وَبَنِينَ شُهُودًا) حاضر وؤ دپلار سره په هرمجلس او جرگه کښی یعنی د سفر کولو د تجارتونو دپاره حاجت نه لری (وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا) تَمهیِداً په نیز د عربوتیارول د سامان دی دپاره د آرام او اسانتیا یعنی د ژوند دوسعت او آسانتیا دپاره ئی ده لره ډیر اسباب او سامان وکړی دی اودا ډیر نعمتونو او دمال قسمونو ته اشاره ده (أَنْ أَزِيدَ) په دنیا کښی نور نعمتونه ورکول یا په آخرت کښی جنت ورکول په زعم دهغه سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل