اَلْمُدَّثِّر ۸

فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ

پس کله چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ‌ کښی -

دا تخویف اخروی دی مناسبت مخکښی سره دادی چه انذار دخلقو ضروری دی دپاره ددی چه دقیامت دعُسر (سختئ) نه بچ شی (عَلَى الْكَافِرِينَ) دا دلالت کوی چه په مؤمنانو باندی آسانه ده (غَيْرُ يَسِيرٍ) په دی قید لگولو کښی یوه فائده داده چه بعضی څیز په یو وجی سره سخت وی لیکن په بل وجی سره آسان وی نوپه دی قید سره ئی دا وهم دفع کړو چه هغه ورځ په هره وجی سره په کافرانو باندی سخته ده - دوهمه فائده داده چه سختی دهغه ورځی په مؤمنانو باندی شته لکه چه بعضو نصوصو نه ثابت ده لیکن دهغوی سختی به بیا بدله شی په آسانتیا سره اودکافرانو سختی نه بدلیږی په یُسر سره - دریمه فائده داده چه په دی کښی اثبات دیوڅیز او نفی دضد هغی ئی کړی ده دپاره د تاکید د سختئ دهغی ورځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل