اَلْمُدَّثِّر ۲

قُمْ فَأَنْذِرْ

اودریږه نو ویره ورکړه -

مراد ددی نه د خوب او دآرام نه بیداریدل او تیاری کول او کارشروع کول دی صرف د خپو اودریدل مراد نه دی (فَأَنْذِرْ) دا مقصد دقیام دی یعنی قیام اوکړه دپاره دانذار او انذار تخویف دی سره د اعلان نه یعنی مسئله د توحید ورته داسی بیان کړه چه ددی په منلو سره لوی عذاب راتلونکی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل