اَلْمُزَّمِّل ۱۷

فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِنْ كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِيبًا

نو څنگه به بچ شئ تاسو که چیری کفر (انکار) کوئ دهغی ورځ چه اوبه گرځی (شی به) بچی بوډاگان -

په دی کښی سخت زجردی سره دتخویف اخروی نه او تفریع ده په عذاب دفرعون باندی - (فَكَيْفَ) استفهام انکاری دی یعنی په هیڅ طریقه سره تاسو نشئ بچ کیدلی (يَجْعَلُ الْوِلْدَانَ) ددی جملی په مقصد کښی دری احتمالونه دی اول داچه ډیر هیبت دوجی نه به اول د بچو ویخته سپین شی او کمزوری به شی حقیقةً‌ بیابه ئی اللّه تعالٰی خپل حالت ته واپس اوگرځوی دوهم احتمال دادی چه دا په طریقه د مثال سره دی دپاره د ډیر هیبت دهغی ورځی یعنی بالفرض که په هغه وخت کښی بچی وی او هیبت ورباندی راشی نو بوډاگان به شی دریم احتمال دادی چه دا اشاره ده په طریقه د مثال سره اوږد والی دهغه ورځی ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل