اَلْجِنّ ۲۲

قُلْ إِنِّي لَنْ يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا

ته اوایه یقیناً‌ زه هیچ چیری پناهی نشی راکولی مالره د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک او هیچ چیری اوبه نه مومم سیوا د هغه نه ځای دپناهئ -

دا هم وحی ده اوپه دی کښی رد د شرک فی الاستعاذه (پناهی ورکول) دی یعنی که بالفرض زه توحید او قرآن بیانول پریږدم نو د اللّه تعالٰی د عذاب نه مالره هیڅ څوک بچاؤ نشی راکولی (لَنْ يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ) ددی جملی او روستو په مینځ کښی ډیر فرق دی اول داچه بغیر دطلب نه پناهی څوک نشی ورکولی او سره د طلب او کوشش نه هم څوک پناهی نشی ورکولی دوهم دا چه مصیبت د اللّه تعالٰی دطرف نه مقرر وی نو هیڅ څوک ئی نشی واپس کولی او چه کوم مصیبت راغلی وی نو دهغی نه دبچ کیدلو هیڅ ځای نیشته (أَبَدًا) دلیل دی چه مراد د عصیان نه کفر او شرک دی ځکه چه دعصیان مطلق صرف کامل ته کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل