وَأَنْ لَوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُمْ مَاءً غَدَقًا
(اودا وحی راغله) چه دا خلق روان شو په برابر لار باندی نو خامخا څښوؤ به مونږ په دوی باندی اوبه ډیری -
او دوهمه وحی ده او قول د اللّه تعالٰی دی په قرینه لَأَسْقَيْنَاهُمْ (صیغه د متکلم سره) بیا په دی آیت کښی د مفسرینو دوه اقوال دی اول داچه د الطریقه نه مراد طریقه د هدایت او د توحید او ایمان ده - (مَاءً غَدَقًا) مراد ددی نه وسعت د روزئ دی لکه چه په سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی ذکرشول اودارنگ په سورة مائده (۶۶) او سورة اعراف (۹۶) کښی ذکر دی او (لِنَفْتِنَهُمْ) نه مراد ابتلاء او امتحان دی په سبب د دنیوی نعمتونو سره بنا په دی قول سره دا بشارت دنیویه دی (وَمَنْ يُعْرِضْ) تخویف دنیوی او اخروی دی - او دوهم قول دادی چه الطریقه نه مراد لار دگمراهئ ده او لَأَسْقَيْنَا نه مراد استدراج دی لکه سورة انعام (۴۴) کښی او د لِنَفْتِنَهُمْ، نه مراد فتنه د عذاب ده (عَذَابًا صَعَدًا) دا تخویف اخروی دی لیکن قرطبی وئیلی دی چه په دی کښی اول قول حق ته قریب دی ځکه چه استقامت په هدایت کښی استعمالیږی -