اَلْجِنّ ۱۴

وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا

او یقیناً‌ بعضی ځمونږ مسلمانان دی او بعضی ځمونږ نه کاږه روان دی نو چاچه اسلام قبول کړو نو دغه کسانو اموندله نیغه لار (هدایت) -

دا ذکر د حال دتفرق ددوی دی روستو د نزول دقرآنه - (سوال) په (۱۱) کښی ذکر وؤ چه ډیری ډلی دی او دلته ئی دوه ډلی ذکرکړی دی؟ (جواب) دا په شان د (۱۹) دسورة حج دی یعنی د ټولو خلاصه دا دوه دی (الْقَاسِطُونَ) لسان العرب کتاب کښی وئیلی دی چه ددی مصدر قسوط په معنیٰ د جور اوظلم سره راځی او ددی استعمال صرف په مجرد سره دی او قاسطون په معنیٰ د جائرون سره دی او قسط مصدر په معنیٰ دعدل سره دی اوپه دی کښی اَقْسَطَ او قَسَطَ دواړه استعمالیږی (لِجَهَنَّمَ حَطَبًا) (سوال) پیریان د اور نه پیدا دی نو اور سره څه رنگ عذاب ورکیدی شی؟ (جواب) اگرچه ددوی ماده د پیدائش اور دی لیکن اللّه تعالٰی دوی له داسی بدنونه ورکړی دی چه اورباندی اثر کولی شی لکه چه انسان د خټی پیدا دی لیکن دخټی گذار چه ورباندی اوکړی شی نو بدن ئی درد کوی - په دی آیاتونو کښی بشارت او تخویف دواړه ذکرشول اوپه دی باندی د پیریانو کلام ختم شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل