رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا
ای ربه بخنه اوکړی ماته او مور پلار ځما ته او هغه چاته چه ننوځی کور ځما ته ایماندار او ټولو مؤمنانو نارینو ته او مؤمنانو ښځو ته او مه زیاتوی ظالمانو لره مگر تباهی -
د دعاءِ شرنه په کافرانو باندی روستو دعا غواړی دپاره د مؤمنانو خصوصاً او دا اداب د دعادی چه اول خاص ذکرکوی نو بیا عام (رَبِّ اغْفِرْ لِي) دعا د مغفرت مستلزم نه ده گناه لره بلکه دا اقرار د قصور دی په ادا د حق د عبدیت کښی دپاره د تضرع (وَلِوَالِدَيَّ) مفسرینو نقل کړی دی چه د نوح علیه السلام په آباؤ کښی تر آدم علیه السلام پوری هیڅ څوک کافر نه وؤ (وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا) لفظ دبیت کښی قرطبی ډیر احتمالات لیکلی دی، کورد نوح علیه السلام مسجد دهغه، کشتئ دهغه دین دهغه او دا ټول صحیح دی - او لفظ د مؤمنانو کښی اشاره ده چه صرف داخلیدل کافی نه دی بلکه تصدیق د زړه ورسره ضروری دی او په دی سره یو ځوی د نوح علیه السلام او ښځه دهغه ددی دعا نه خارج شول ځکه چه هغوی اگرچه بیت د نوح علیه السلام ته داخلیدل لیکن مؤمنان نه وؤ (وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) دا عام دی ترقیامته پوری ایمان والو ته نو دا امت (ځمونږ) په کښی هم داخل دی (وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ) مخکښی دعاءِ شر خاص وه په قوم دده پوری او دا دعا عامه ده ټولو کافرانو مشرکانو ته په هره زمانه کښی (تَبَارًا) هلاکت او خسران ته وئیلی کیږی -