نُوْح ۱۹

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا

او اللّه تعالٰی جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه غوړیدلی -

دا پنځم دلیل عقلی دی اول ئی ذکرکړه دا خبره چه ځمکه ماده د پیدائش د انسان ده نو اوس ذکرکوی چه دا ځمکه ځای د معشیت د انسان دی (بِسَاطًا) یعنی د هغی نه فائدی اخستل اوپه هغی کښی آرام کول ئی داسی آسان کړی دی لکه چه د بساط (بستره غوړیدلی) نه فائده اخستل او آرام کول آسان دی (فِجَاجًا) صفت د سبلاً دی یعنی فراخی لاری چه هغه په تلونکی باندی نه مشتبه کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل