نُوْح ۱۴

وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا

اویقیناً پیدا کړی ئی تاسو په مختلف حالتونو -

دا اول دلیل عقلی انفسی د توحید دی (أَطْوَارًا) مرتبو او حالاتو د پیدائش ته اشاره ده اول عناصر بیا مرکبات عذائیه بیا اختلاط (بدن کښی گډیدل) بیا نطفه بیا علقه بیا مضغه بیا عظام او غوښی او پلی او وینی بیا روح اچول بیا دنیا ته راوستل - بیا وړوکوالی بیا ځوانی بیا بوډاوالی او دارنگ کله روغ کله بیمار کله مالدار کله فقیر او دارنگ اختلاف د اخلاقو او کارونو ته هم اشاره ده دا ښکاره دلیل دی د قدرت او توحید د اللّه تعالٰی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل