نُوْح ۱۰

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا

نو ما وئیلی دی بخنه غواړئ درب خپل نه یقیناً هغه دی بخنه کوؤنکی -

په دی کښی ددعوت خلاصه ذکرکړی ده یعنی استغفار د هرقسم کفر او شرک او گناهونو نه په زړه او ژبه او عمل سره او د هغی پنځه فائدی دنیوی ئی ذکرکړی دی (مِدْرَارًا) مراد دا چه پرله پسی باران په داسی طریقی سره وی چه په مینځ کښی سوکړه نه راځی خوچه د باران ضرورت وی نو د ضرورت مطابق اووریږی اوتباهی او نقصان ورسره نه وی (وَيُمْدِدْكُمْ) یعنی استغفار سبب دی د نزول د برکاتو دپاره لکه چه په سورة اعراف (۹۶) او سورة مائده (۶۶) او سورة جن (۱۶) کښی راغلی دی - د قشیری نه روایت دی چه د چا څه حاجت وی اللّه تعالٰی ته نو استغفار دی وړاندی کوی نو حاجت به ئی پوره کیږی - په دی آیاتونو کښی پنځه حاجات ئی په طبعی ترتیب سره ذکرکړی دی اول هرانسان باران ته محتاج دی بیا مالونو ته بیا ځامنو ته بیا باغاتوته بیا نهرونو ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل