وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا
او یقیناً هرکله چه مارابللی دی دوی (توحیدته) دپاره ددی چه بخنه اوکړی ته دویته نو ورکړی دی دوی گوتی خپلی په غوږونو خپلو کښی اوځانونه ئی پټ کړی دی په جامو خپلو کښی او کلک شوی دی په ضدباندی او لوئی کړی ده ډیره لوئی -
په دی کښی د هغوی د مخالفت کولو څلور طریقی ذکرکړی دی (دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ) په دی کښی مدعو لیه مخذوف دی او فائده د هغی ذکر ده یعنی دعوتهم الی الایمان والتوحید (چه دوی له ما دعوت ورکړو ایمان او توحیدته) دپاره دفائدی د غفران (جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ) داسی په سورة بقره (۲۰) کښی ذکرشوی دی او غوره داده چه معنیٰ ظاهری مراد ده (وَاسْتَغْشَوْا) دلته هم معنیٰ ظاهری مراد ده سرونه او مخونه او غوږونه په جامو کښی پټه وی چه آوریدلو دپاره هیڅ لار پاتی نه شی یاد ددی دپاره د نوح علیه السلام ته نظر اونه کړی یاداچه نوح علیه السلام دوی لره اونه پیژنی -