يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاءَ لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
نو اوبه بخی تاسو ته گناهونه ستاسو او (روستو) اوږده به کړی تاسو تر نیټی مقرری پوری یقیناً نیټه د اللّه تعالٰی چه کله راشی نو نه روستو کیږی که چیری تاسو پوهه لرئ -
په دی کښی د توحید او سنت دوه لوی فائدی ذکرکوی یو اخروی دوهمه دنیوی (مِنْ ذُنُوبِكُمْ) (سوال) په حدیث سره ثابت دی چه اسلام سره ټول گناهونه مخکنی ختم شی او دلته خو حرف د مِن دلالت کوی چه بعضی گناهونه معاف کیږی - (جواب) دادی چه یغفر په معنیٰ د یخرج دی لکه چه قرطبی یو توجیه دا ذکرکړی ده یامن بعضیه دی ځکه چه گناهونه دوه قسمونه دی یو قبل الاسلام بل بعد الاسلام نوپه اسلام راوړلو سره قبل الاسلام گناهونه معاف شول او هغه بعضی دی د کل نه - (وَيُؤَخِّرْكُمْ) مراد داچه د عذابونو نه به په امن سره ژوند درکړی ترمرگه پوری او دنیوی منافع به هم درکړی لکه چه سورة هود (۵۲،۳) کښی تیرشوی دی (إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ) په دی کښی دفع دیو وهم ده هغه داچه یؤخرکم نه معلومیږی چه نیټه بدلیدلی شی؟ حاصل د جواب دادی چه یؤخرکم په هره معنیٰ سره اراده کیدی شی لیکن اجل قطعی کښی روستووالی نشی راتللی (لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ) په دی کښی زورنه ده چه تاسو دنیا پرستئ داسی مغرور کړی ئی چه دمرگ او اجل نه غافل شوی يئ -