اَلْمَعَارِج ۴۰

فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ

نوداسی نه ده قسم کوؤم په رب د مشرقونو او مغربونو باندی یقیناً‌ مونږ خامخا قدرت والا یو -

(الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ) د نمراو سپوږمئ او د هرستوری دپاره جدا جدا مشرق او مغرب دی یا دنمر او دسپوږمئ دپاره په خپلو منزلونو کښی مشرق او مغرب دی ددی وجی نه جمع ئی ذکرکړی ده (خَيْرًا مِنْهُمْ) غوره په بدنونو کښی، نواشاره ده بعث بعدالموت ته یعنی اللّه تعالٰی قادر دی ددوینه غیر چه نوی او غټ بدنونه جوړ کړی نو ددوی په دوباره ژوند باندی هم قدرت لری - یا تبدیلی په اعتبار د غوره وصف سره ده یعنی ددی کافرانو په ځای به طاعت کوؤنکی پیدا کړی لکه چه سورة محمد (۳۸) کښی ذکردی نو دهغه منکرینو په ځای ئی صحابه او تابعین پیدا کړل اوهرکله چه بدنونه د انسانانو ډیر دی اوهریولره فنا کولی شی (لکه دغروب په شان) او هریو لره پیدا کولی شی (لکه دطلوع په شان) نوددی وجی نه دلته ئی مشارق او مغارب جمع ذکرکړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل