اَلْمَعَارِج ۳۸

أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ

آیا طمع کوی هرسړی ددوی نه دا چه داخل به کړی شی جنت د نعمتونو ته -

طمع دیته وائي چه یو څیز غواړی او هیڅ اسباب ورسره نه وی یا اسباب سره وی لیکن هغی ته اعتبار نه ورکوی اوله طریقه د جنت په باره کښی د مشرکانو ده او دوهمه طریقه د ایمان والو ده لکه چه په سورة مائده (۸۴) کښی ذکر ده (إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ) یعنی دا قول ددوی دلالت کوی چه دوی د ډیر زور دعویٰ کوی لیکن ددوی هیڅ زور نیشته ددوی ماده د خلقت چه نطفه ده هغه کمزوری ده اوپه دی خلقت کښی دوی د نورو انسانانو سره برابر دی نوولی لوئي کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل