اَلْمَعَارِج ۳۶

فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ

نو څه وجه ده هغه کسانو لره چه کافران دی چه ستا طرف ته رازغلی -

په دی کښی زجردی منکرینو ته روستو د حال د مؤمنینو نه په ذکر د پنځه حالتونو د هغوی سره - (مُهْطِعِينَ) منډی وهونکی، نیغ نیغ نظر کوؤنکی تاته، قصد کوؤنکی، مخ اړوونکی ستانه دا ټولی معانی دلته صحیح دی (عِزِينَ) ډلی ډلی کیدونکی، یعنی په اراده د استماع اوپه توجه سره نه کینی بلکه په اراده د استهزاء او مسخری کولوسره کینی - په توجه سره کیناستل داسی وی چه په صفونو سره کینی لکه چه په حدیث مسلم کښی راغلی دی چه صحابه کرام یو کرت ډلی ډلی ناست وؤ نو نبی ﷺ ورته زورنه اوکړه اوفرمائیل ئی مَالِیَ اَرَکُم عِزِیْنَ، اوپه صفونو باندی ولی نه کینئ په شان دصفونو دملائکو او حلقه که جوړوئ نو هم معلم (استاد) ته مخامخ چاپیره به ناست وی لکه چه دا طریقه د صحابه کرامو وه په وخت ددرس د هغوی کښی - اوچه مخی ته نه کینی یو اړخ بل اړخ ته کینی نو دا استهزاء‌ ده په داسی طریقی سره عملی فائده نه حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل