وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ
او هغه کسان چه دوی په مونځونو خپلو باندی ساتنه کوؤنکی دی -
د حفاظت د مونځ نه مراد دادی چه دهغی د ټولو شرطونو او ارکانو په شرعی طریقی سره ادائیږی اوکړی اودس پوره کول سنن اداب واجبات پوره ادا کول او د مفسداتو مکروهاتو نه مونځ بچ ساتل دا ټول په کښی داخل دی ددی صفتونو په اول او آخر دواړو کښی ذکر د صلوٰة اوکړی شو اشاره ده چه په ایمان پسی ډیراهم کار صلوٰة دی -