وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ
او هغه کسان چه دوی د امانتونو خپلو او لوظونو خپلو لحاظ کوؤنکی دی -
(لِأَمَانَاتِهِمْ) هره ذمه داری چه په انسان باندی عائد کړی شی که د طرف د اللّه تعالٰی نه وی یا دطرف د مخلوق نه وی هغی ته امانت وئیلی کیږی اوهرعقد او خبره چه جانبین په هغی باندی پابند کړی شی نو هغی ته عهد وئیلی کیږی - که عهود د اللّه تعالٰی وی اوکه عهود د بندگانو وی -