وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ
او هغه کسان چه د خپلو عورتونو (دپردی ځایونه) ساتنه کوی -
مخکښی د زړه اعمال ذکرشول یعنی تصدیق او اشفاق اوس دفرج عمل (حفاظت) ذکرکوی او حفاظت عام دی پرده کولو او د بدکارئ نه بچ کولو ته شامل دی - او ما ملکت ئی په ازواج باندی عطف کړی دی دلیل دی چه د خپلی وینځی (مملوکی) سره د نکاح کولو نه بغیر فائده اخستل جائز دی (وَرَاءَ ذَلِكَ) په دی کښی هرشهوت رانی چه بغیر د نکاح شرعی او دمملوکیت نه وی هغه داخل ده یعنی زنا کول د نارینو استعمال کول متعه کول شغار کول وغیره (الْعَادُونَ) د عدوان نه ماخوذ دی -