إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا
یقیناً انسان پیدا کړی شوی دی ډیر حرصناک -
دا نور صفات قبیحه د اهل ناردی (خُلِقَ) اشاره ده چه دا صفات په انسان کښی طبعی او خلقی دی او مراد دانسان نه کافردی په قرینه د إِلَّا الْمُصَلِّينَ سره (هَلُوعًا) د هلع نه دی سخت حرص او سپکوالی ته وئیلی شی چه په حالت د خیراو شرکښی نامناسبه کارونه کوی او د ابن عباس رضی اللّه عنهما یو روایت دی چه تفسیر دهلوع روستو دواړه آیاتونو کښی دی (جَزُوعًا) په تکلیف او غم او ماتم کښی هروخت فریادونه او ژړاگانی کوی هیڅ صبر او شکر دواړه په کښی نیشته او ایمان خوعبارت دی دصبر اوشکرنه -