تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى
آواز به کوی هغه چاته چه شا کړی ده او مخ ئی گرځولی دی -
(تَدْعُوا) دعا په معنیٰ د آواز کولوسره مشهور معنیٰ ده اوپه معنیٰ د هلاکولو سره هم کیدی شی (أَدْبَرَ وَتَوَلَّى) فرق په مینځ د دواړو کښی په ډیرو وجو سره دی اوله وجه داده چه ادبار په شا گرځولو او تولّٰی په مخ اړولو سره دی - دوهمه وجه ادبار په زړه سره او تولّٰی په عمل سره (وَجَمَعَ) مراد داچه توجه دده صرف مالونو ددنیا او دهغی جمع کولو ته ده چه ډیر شی لکه په سورة همزه (۲) کښی - (فَأَوْعَى) په لوخی کښی کیخودل اشاره ده خزانه کول او د اللّه تعالٰی په لار کښی نه خرچ کول یعنی حریص ددنیا دی او بخیل هم دی -